کورپاڼه / روغتيا / له ذهني فشار څخه د ژغورلو پنځه آسانه لارې چارې

له ذهني فشار څخه د ژغورلو پنځه آسانه لارې چارې

ذهني فشار یا عصبي کېدل بېخي ډېر خطرناک ګڼل کېږي او د انسان پر بدني او ذهني روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي. ذهني فشار بېلابېل سببونه لري چې ډېر خلک یې اغېزې له پام غورځوي چې سمه خبره نه ده.

د یو راپور له مخې ویل کېږي که چېرته ذهني فشار ډېر شي نو د دفاعي سیستم سربېره د وینې د فشاز، د زړه د روغتیا او د مناسب خوب په ګډون نور بدني فعالیتونه هم اغېزمنوي، خو د حل لاره چاره یې هم شته، نو راځئ چې دلته پنځه هغه لارې چارې ولولو، چې دغه ستونزه راته حلوي.

– پلان جوړ کړئ:

د ژوند د هر ډګر لپاره پلان جوړونه ډېره اړینه وي، کله چې موږ خپلو کارونو یا چارو ته یو ترتیب ورکړو، یو په غیر محسوس ډول به لارښوونه ترلاسه کړو، په ذهن او بدن به مو فشار کم وي او تمرکز به مو هم ښه وي.

– ښه خوراک:

د ښه او مناسب خوراک مطلب دا نه دی چې هر دې وخورئ او وزن ډېر کړئ، بلکې ساینس په دې برخه دې درته په بشپړ ډول لارښوونه او ښیي درته چې کوم ډول خواړه ګټور وي.

– ښه خوب:

خوب د انسان پر وجود ډېرې ښې اغېزې کوی، نو اړینه ده چې تاسې د وېده کېدو او پاڅېدو لپاره یو ټاکلی وخت مقرر کړی وي، نو هڅه وکړئ چې پرې پابند واوسئ او د څملاستو په کې له کمپیوټر یا موبایل څخه ډډه وکړئ.

– ورزش وکړئ:

په منظم ډول سره ورزش کول له ذهني فشاز څخه د ژغورلو لپاره اړین وي او له څېړنو هم ثابته شوې چې د ورزش په مرسته ذهني فشار کمېږي.

– مناسب آرام:

هره ورځ د آرام لپاره اړینه ده چې وخت ورکړئ، په آرام کولو سره د ذهني فشار د اغېزو کچه کمېږي او د یو ښه ژوند لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې ذکر شوې لارې چارې عملي کړئ او له ذهني فشار څخه ځان وژغورئ.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …