کورپاڼه / خبرونه / ابراهيم ځدراڼ په انګلستان کې يوې کلب لوبډلې اخيستى
ابراهيم ځدراڼ

ابراهيم ځدراڼ په انګلستان کې يوې کلب لوبډلې اخيستى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پيليز توپوهونکى په انګلستان کې د کلب کرکټ يوې لوبډلې اخيستى دى، چې په راتلونکي پړاو سياليو کې به د يادې لوبډلې لپاره ولوبېږي.

دا لوبډله باين هيل کرکټ کلب نومېږي، چې د انګلستان کرکټ بورډ سره راجستر دى او هلته د کلب کرکټ سياليو کې لوبېږي، چې ابراهيم ځدراڼ يې هم په خپله لوبډله کې شامل کړى دى.

ابراهيم ځدراڼ په دې اړه په خپل ټويټر کې يو ټويټ هم کړى دى او د باين هيل کرکټ کلب لوبډلې له خوا په اخيستو يې د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.


نوموړي وايي، چې په انګلستان کې به په يادو سياليو کې ډېره تجربه ترلاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې ١٩ کلن ابراهيم ځدراڼ د افغانستان لپاره ٤ ټېسټ، ١ نړيواله يو ورځنۍ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په ٨ نړيوالو لوبو کې ٣٧٢ منډې ترلاسه کړې دي، چې په ټېسټ لوبو کې يې ٣ پنځوسيزې هم وهلي دي، د زمبابوې پر وړاندۍ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ابراهيم ځدراڼ تر ټولو زياتې منډې کړې وې.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …