کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټيسلا له دې وروسته په بيټکوين هم موټرې خرڅوي
ټيسلا موټر او بيټکوين

ټيسلا له دې وروسته په بيټکوين هم موټرې خرڅوي

د امريکا د موټرو جوړولو مشهور شرکت ټيسلا مشر ايلون مسک اعلان کړى دى، چې له دې وروسته به په بيټکوين باندې هم موټرې خرڅوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ايلون مسک په ټويټر کې اعلان کړى دى، چې هغه خلک چې غواړي د ټيسلا نوې موټرې واخلي، اوس کولاى شي چې د بيټکوين له لارې هم پېسې ورکړي.

هغه په ټويټر کې ليکلي: ((اوس د ټيسلا جوړ شوي موټر په بيټکوين هم اخيستلى شئ.))


ايلون مسک همدا راز زياته کړې ده، چې اوسمهال يوازې هغه خلک چې په امريکا کې مېشت دي کولاى شي چې په بيټکوين موټرې واخلي.

نوموړي همدا راز ويلي دي، چې د روان کال تر پاى پورې به د امريکا نه بهر هم دا وړتيا د نورو خلکو لپاره وړاندې کړي.


ايلون مسک وايي، هغه موټرې چې په بيټکوين وپلورل شوې، هغه پېسې به نه هم کاغذي پپېسو ته بدلول کېږي او نه به هم بل چاته ورکول کېږي.

د يادولو وړ ده چې د ټيسلا شرکت مشر ايلون مسک په دې وروستيو کې د ١.٥ ميليارده امريکايي ډالرو پانګونه په بيټکوين کې کړې ده، چې له امله يې د بيټکوين بيه ډېره پورته شوې ده.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …