کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د پاکستان حکومت له فېسبوک نه د مونيټايزېشن غوښتنه کړې، فېسبوک درې پروژې هم پلې کوي
فېسبوک

د پاکستان حکومت له فېسبوک نه د مونيټايزېشن غوښتنه کړې، فېسبوک درې پروژې هم پلې کوي

د پاکستان حکومت د فېسبوک له ادارې په رسمي بڼه غوښتنه کړې ده چې د فېسبوک مونيټايزېشن (د فېسبوک له لارې پېسې ګټل) خدمات دې په پاکستان کې هم فعال کړي، همدا راز فېسبوک د پاکستان له حکومت سره ژمنه کړې ده چې په پاکستان کې به درې پروژې هم پلې کړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د فېسبوک په ګډون د انټرنېټ ستر شرکتونه په پاکستان کې خپل دفترونه پرانيزي او په دې اړه حکومت هڅې پيل کړي دي.

حکومت په رسمي ډول د فېسبوک څخه غوښتنه کړې ده، چې په پاکستان کې د مونيټايزېشن برخه فعاله کړي.

د ټېکنالوژۍ ايالتي وزير ضيا الله بنګښ رسنيو ته ويلي دي، چې له فېسبوک سره يې خبرې ښې پر مخ روانې دي او په دې برخه کې به نوى قانون جوړ شي.

هغه دا هم ويلي دي، چې موږ له فېسبوک نه غوښتي دي چې د يوټيوب په څېر دې په پاکستان کې مونيټايزېشن شروع کړي او همدا راز په پاکستان کې دې خپل دفتر هم پرانيزي.

نوموړي ويلي دي، چې د فېسبوک مسوولينو منلې ده چې په پاکستان کې به په درې پروژو هم کار وکړي، چې ډېر ژر به پيل شي او همدا راز خپل دفتر به هم فعال کړي.

بلخوا په افغانستان کې د فېسبوک او يوټيوب په ګډون د ډېرى نړيوالو شرکتونو فعاليت نشته دى او که څوک د يوټيوب مونيټايزېشن هم کوي، نو مجبوره دي چې د افغانستان پر ځاى ورته بل کوم هېواد انتخاب کړي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …