کورپاڼه / خبرونه / په کندوز کې د ٨ ولسواليو ترمنځ د سولې کرکټ سيالۍ پيل شوې
ميروېس اشرف او نور

په کندوز کې د ٨ ولسواليو ترمنځ د سولې کرکټ سيالۍ پيل شوې

په کندوز ولايت کې د مرکز کندوز په ګډون د ٨ ولسواليو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې چې د سولې سرليک ورکړل شوى دى او هدف يې په کندوز ولايت کې د کرکټ وده ده.

د ملي لوبډلې لوبغاړى ميروېس اشرف، چې په خپله هم د کندوز ولايت اوسېدونکى دى، په خپلو خبرو کې وايي، چې د سولې تر سرليک لاندې دا سيالۍ ترسره کېدل يو نېک ګام دى، د سولې لپاره دغسې هڅې ګټورې دي او د دې سياليو څخه به د ولايتي لوبډلې لپاره ښه ټيم هم جوړ شي.

د نويد مومند په نوم يو لوبغاړى چې د کندوز مرکز په ټيم کې لوبېږي، هم د دې سياليو په اړه غږېدلى دى او وايي چې د دې سياليو هدف ځوانانو ته د کرکټ روزنه ورکول دي او د ناوړه کارونو څخه يې مخنيوى دى، چې دلته به ډېر ښه استعدادونه هم پېدا شي.

د يادولو وړ ده چې کندوز ولايت يو له هغه ولايتونو څخه دى، چې ډېرو نا امنيو ځپلى دى او په دې نږدې کلونو کې دوه ځل له سقوط سره هم مخ شوى دى.

ميروېس اشرف چې په خپله د کندوز ولايت اوسېدونکى دى، د ملي لوبډلې يو له ښو لوبغاړو څخه و او په کورنيو سياليو کې هم نوموړى ډېر ځلېدلى دى.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …