د عکسونو خپرولو مشهور اپليکيشن انسټاګرام د سټوري په برخه کې د ري ايکشن يا سټيکر برخه زياته کړې ده او اوس په ازمايښتي بڼه روان دى.
انسټاګرام په سټوري کې اوسمهال يوازې ٨ ايموجيانې يا سټيکر وړاندې کړي دي، خو وروسته به پکې نور هم زيات شي او خلک به وکولاى شي چې خپل احساس شريک کړي.
د انسټاګرام مسوولين وايي، چې دوى هڅه کوي د انسټاګرام سټوري کې ډېرې سټيکرې ځاى کړي، تر څو کاروونکي يې وکولاى شي په ښه ډول خپل احساس بيان کړي.
انسټاګرام په خپل ټويټر کې په دې اړه يوه ويډيو هم خپره کړې ده او اعلان يې کړى دى چې اوسمهال د سټيکرو يا ايموجيانو ازمايښت يې پيل کړى دى.
#instagram is testing a quick reply with a sticker in four categories in Stories. pic.twitter.com/FwuaLYIDnC
— InstaLeaks (@insta_leaks) March 24, 2021
په ويډيو کې په څلورو برخو کې سټيکرونه ليدل کېږي، چې خوشحاله، مينه، خندا او خپه برخې پکې ليدل کېږي او په هره برخه کې بيا نور سټيکرونه هم شامل دي.
خو انسټاګرام تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي، چې ټولو کاروونکو ته به دا کله وړاندې کړي.