کورپاڼه / روغتيا / که چېرته د خوب ستونزې لرئ، مویز یا کشمش وخورئ

که چېرته د خوب ستونزې لرئ، مویز یا کشمش وخورئ

وچ انګور چې د مویزو او کشمش په نوم سره یادېږي، زموږ د روغتیا لپاره پخپل جوړښت کې دومره ګټې لري چې په اورېدو به سمدلاسه د خپل خوراک برخه وګرځوئ.

د هند د ممبي ښار د وکردت د روغتون د خوراکي توکو کارپوه امرین شیخ وایي، چې کشمش د هضم د سیستم لپاره ډېر زیات ګټور وي او د قبض د ستونزو کوي.

هغه کسان چې غواړي خپل وزن ډېر کړي د هغوی لپاره هم د کشمش یا مویزو خوړل ډېر ګټور وي ځکه چې کشمش پخپل جوړښت کې فرکټوز او ګلوکوز لري او په همدې سبب وزن هم ډېروي.

امرین شیخ وایي که کشمش یا مویز د سرطان څخه په مخنیوي کې هم مرستندویه تمامېږي او د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب هم کېږي، دغه راز د بدن انفلیمیشن کموي او د بندونو له درد څخه هم خوندیتوب رامنځته شي.

د کشمش یا مویزو خوړل د خوب معیار هم ښه کوي او د آرام لپاره هم ډېر ګټور تمامېږي، نو که چېرته هره یو څو دانې کشمش یا مویز وخورو، د خوب ټولې ستونزې هم حل کېږي، ذهني فشار، ژور خپګان او د دماغي روغتیا اړوند ډېرې زیاتې ګټې هم لري.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …