کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د مشهور انلاين ګېم (پبجي) د ډاونلوډونکو شمېر له ١ ميليارد واوښت
پبجي

د مشهور انلاين ګېم (پبجي) د ډاونلوډونکو شمېر له ١ ميليارد واوښت

مشهور ګېم يا لوبه (پبجي) چې ډېر مينه وال لري اوس له يو ميليارد څخه زياتو کسانو ډاونلوډ کړى دى او په دې سره يو له کاميابو او مشهورو ګېمونو څخه وګرځېد.

د رويټرز د راپور په وېنا، پبجي يو داسې ګېم دوه چې دوه ډلې پکې په خپل منځ کې تر هغې پورې جنګ کوي، تر څو يو کس يوازې پاتې نه شي.

دا انلاين ګېم چې ٣ کاله مخکې خپور شوى و، له هماغه وخت راهيسې په خلکو کې مشهور شوى دى چې اوس د نړۍ يو له مشهورو ګېمونو څخه هم دى.

د پبجي د ډاونلوډ د تازه شمېرو له مخې، دا ګېم د سب وې او کېنډي کرېش ساګا نه وروسته دريم ګېم دى چې ډېرو خلکو ډاونلوډ کړى دى.

ياد دواړه ګېمونه په کولو کې اسانه دي او همدا لامل دى چې ډېر مينه وال لري او د هر عمر خلک يې کوي.

د انلاين ګېمونو په اړه نظر لرونکي وايي، چې د پبجي يو ميليارد ډاونلوډ کولو معنا دا ده، چې دا ډول نور انلاين ګېمونه هم دومره پرمختګ کولاى شي.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې څه وخت مخکې د اترا ادارې اعلان کړى و، چې په پبجي ګېم باندې بندېز لګوي، خو تراوسه پورې په دې اړه بيا معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …