کورپاڼه / جالب / هغه ښکلې انجلۍ چې یو چاته په مینه وګوري، نو بې هوښه کېږي

هغه ښکلې انجلۍ چې یو چاته په مینه وګوري، نو بې هوښه کېږي

په امریکا کې یوه ښکلې انجلۍ په یوه داسې ناروغۍ اخته شوې چې، که چېرته ووېرېږي، ډېر وخاندي یاهم کوم چاته له ډېرې مینې ور وګوري نو پر ځمکه غورځې او بې هوښه کېږي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې انجلۍ دوه دیرش کاله عمر لري او کریسټي براون نومېږې او نوموړې چې په کومه ناروغۍ اخته ده، د کیټاپلیکي (Cataplexy) په نوم سره یادېږي، چې د نارکولیپسي یو ډول دی.

ویل کېږي چې ددغې ناروغۍ په سبب کریسټي چې کله وخاندي، ووېرېږي یاهم پر یو چا ډېره زیاته مینه راشي، یعنې هر ډول احساس یې چې شدت غوره کړي، بې هوښه کېږي او ددې ناروغۍ په سبب یې عضلې کمزورې شوي یا کمزورې کېږي.

کریسټي وایي چې دی نه په لوړه تللی شي او نه هم هوایي سفر کولی شي، حتی تر دې چې ډېری وختونه په زینو کې هم بې هوښه کېږي.

نوموړې وایي چې خویندې یې ډېر خندونکی طبیعت لري، خو کله چې له دې سره وي نو داسې کومه خبره نه کوي چې دی دې پرې په کړس کړس وخاندي او د دغه دوره کله ورباندې په عادي ډول تېرېږي او کله یې هم په بشپړ ډول بې هوښه کوي او پر ځمکه یې غورځوي، کله خو څو ورځې وروستې پرې راځي او کله هم په ورځ کې تر پنځوس ځلو پرې ذکر شوې حمله راځي.

دا هم ولولئ

یو سلمان د سرطان په ناروغۍ اخته کس ته د ویښتانو کمولو پرمهال داسې کار وکړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې شور راپورته کړ

په هسپانیه کې یو شخص چې د سرطان په ناروغۍ اخته و، د ویښتانو د …