د پښتو ژبې مشهور او نوميالى سندرغاړى جاوېد اميرخېل وايي، چې موسيقي هم علم دى او هم هنر، څوک چې د موسيقۍ علم هنر ته مخه وکړي، اول دې ځان پاکيزه کړي.
جاوېد اميرخېل په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه يو اوږد پوسټ کړى دى، چې د موسيقۍ په اړه پکې غږېدلى دى. نوموړى ليکي: ((لکه څنګه چې پوهېږئ موسيقي هم علم دى هم هنر دى، هنر يوازې سندرې ويل يا کمپوز جوړولو ته نه وايي، هنر تقدس سپېڅلتيا ادب خدا پرستي او له ټولو انسانانو سره قلبي مينه غواړي.))
نوموړى همدا راز زياتوي: ((په دې صورت کې که څوک غواړي چې د موسيقۍ علم هنر ته مخه وکړي اول دې ځان پاکيزه کړي بيا دې د موسيقۍ علم هنر ته راشي. زما په نظر چې په هره رشته کې تقدس سپېڅلتيا ادب پاکيزه ګي نه وي، بې معنا ده هغوى چې يوازې د شهرت او مادياتو په خاطر کوښښ کوي بې معنا ده، خپل وخت دې بې ځايه نه ضايع کوي.))
جاوېد اميرخېل په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((هدف دا دى چې هغه کسبونه علمونه چې په حقيقت کې پاک دي نه بايد د يو څو هغه اشخاصو په خاطر يا د هغوى په نظر چې بې خبره دي بدرنګې او منفي معرفي شي.))
View this post on Instagram
د يادولو وړ ده چې جاوېد اميرخېل په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى او وخت نا وخت نه يوازې دا چې شعرونه خپروي، بلکې ډېرې ګټورې خبرې هم له خلکو سره شريکوي.