کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا: یوه لویه فضایي ډبره د ځمکې مدار ته داخلېږي

ناسا: یوه لویه فضایي ډبره د ځمکې مدار ته داخلېږي

د امریکا فضایي اداره ناسا خبرداری ورکړی چې یوه ډېره غټه فضایي ډبره به د ځمکې مدار ته داخله شي او ډېره په تېزۍ سره د ځمکې پر لور را روانه ده.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې ناسا ویلي دي چې دغه فضایي ډبره د لندن د بیګ بین سره برابره ده او د څلور شپېته زره، اوه سوه، شپږ نوي کیلو میترو په سرعت سره به نن ورځ پنجشنبه د ځمکې مدار ته داخله شي.

ستور پېژندونکو دې ډبرې ته د 2021 اي وي 3 نوم ورکړی او په یو داسې لوري سفر کوي چې ځمکې سره یې د ټکر هیڅ خطر نشته، بلکې د ځمکې مدار ته به داخله شي او ترې وبه وځي.

ویل کېږي چې دغه سیاره به نن د مارچ په پنځه ویشتمه نیټه د ځمکې مدار ته د لویدیځ د معیاري وخت په څلور بجو او د افغانستان پر وخت به د شپې په یوه نیمه بجه داخل شي.

یاده دې وي چې څو ورځې دمخه هم د ناسا له لوري ویل شوي ول چې د روان کال ترټولو غټه ډبره د ځمکې له څنګ تېږېږي خو ځمکې ته هیڅ خطر نه متوجې کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …