خپلواک وېبپاڼه (٢٨ اکتوبر ٢٠١٩): د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکى مجيب الرحمان هم د مجردانو له لېسټ نه ووت، تازه معلومات وايي، چې کورنۍ يې ورته کوژده کړې ده.
مجيب الرحمان چې د افغانستان ملي لوبډلې يو له مخکښو ورو توپ اچونکى څخه دى، نوموړى اوسمهال په هند کې دى او هلته به د ويسټ انډيز پر وړاندې د افغان لوبډلې استازولي کوي.
خپلواک وېبپاڼې ته رسېدلي معلومات څرګندوي، چې مجيب الرحمان ته يې کورنۍ کوژده کړې ده او نوموړى نور د مجردۍ له لېسټ څخه ووتلو.
ياده دې وي چې څه ورځې مخکې د ملي لوبډلې ځوان او چټک توپوهونکي رحمان الله ګربز هم کوژدن کړې وه. همدا راز د ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان بيا په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې هغه نه غواړي راتلونکو درې څلور کلونو پورې واده وکړي.
راشد خان: اوس د واده اراده نه لرم
درجه بندي: راشد راښکته شو او مجيب په خپل ځاى دى
افغان کرکټ بورډ پاکستانى فيزيو او مساجر له دندو ګوښه کړل
نوموړي په خپله مرکه کې د واده نه کولو په اړه ويلي و، چې غواړي د افغانستان لپاره په نړيواله کچه ښه وځلېږي او د کرکټ په برخه کې هېواد ته ډېر وياړونه راوړي. نوموړي زياته کړې وه، چې درې څلور کاله وروسته به د واده په اړه فکر وکړي.
د يادولو ده چې افغان ملي لوبډله اوس مهال په هند کې ده، چې په هند کې به د ويسټ انډيز سره درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.
دغه سيالۍ چې د نومبر په ٦مه نېټه پيلېږي، د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي. دغه سيالۍ د هند په لکنو ښار کې ترسره کېږي او کوربه يې افغانستان دى.
دغه لوبو ته ويسټ انډيز د يو ورځنيو، شل اوريزو او ټېسټ سيالۍ لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړي دي، خو افغانستان بيا يوازې د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړي دي او ټېسټ لپاره به وروسته لوبډله اعلان کړي.