کورپاڼه / روغتيا / د غاښونو له درد او حساسیت څخه د ژغورلو یو څو لارې چارې

د غاښونو له درد او حساسیت څخه د ژغورلو یو څو لارې چارې

پاک، صحت مند او ځلېدونکي غاښونه نه یوازې دا چې د ښه ذوق څرګندونه کوي، بلکې د انسان په نفیساتو یا روان هم ژورې اغېزې پرېباسي.

ډېری خلک په دې نه پوهېږي چې د غاښ درد دومره زورور درد وي چې د زړه، ګردو، او ځیګر درد یې په وړاندې آرام او سکون بریښي، نو ددې لپاره چې د غاښ له درد څخه ځان وژغورو او مخکې له دې چې ډاکتر ته مو د تګ اړتیا پېښه نه شي نو لاندې لارې چارې باید عملي کړو.

د غاښونو د روغتیا ساتنې نړیوال ورځ د مارچ په شلمه نیټه لمانځل کېږي، چې موخه یې عام خلک د غاښونو د روغتیا په اړه شعور یا پوهاوی ورکول دي.

ډېری کسان د خوراک او څښاک پرمهال د غاښونو او ژامو له درد او حساسیت سره مخ کېږي، روغتیایي کارپوهان وایي چې تروشه او خواږه خوراکي توکي د غاښونو لپاره زیانمن وي او د خولې او غاښونو د خرابۍ په سبب رامنځته کېدونکي ستونزې خطرناک شکل غوره کولی شي.

په اروپا کې هر شخص په کال کې څلور ځلې د غاښونو ډاکتر ته مراجعه کوي، ترڅو غاښونه یې پاک او معاینه کړي، خو موږ هغه وخت ډاکتر ته مراجعه کوو کله چې مو غاښونه خراب شي یا درد پیدا کړي.

دغه راز کله چې غاښونه وینځو نو باید داسې کریم استعمال کړو چې معیار یې ډېر ښه وي، لکه څنګه چې غاښونه دوه پوړه لري چې بهرنۍ برخه یې سخته او دننه برخه یې بیا نرمه وي، چې کوچني کوچني ټیوبونه لري، چې حساسیت دریمې برخې نرو ته رسوي.

کله چې معیاري کریم استعمال کړو نو بهرنۍ برخه یې جوړښت مومي او د غاښونو د ښه والي لامل کېږي او هغه کسان چې له دولس کلونو څخه ډېر عمر لري په ورځني ډول کریم استعمالولی شي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …