کورپاڼه / اسلام / آیا پوهېږئ چې حورې او علمان به له څه شي جوړ یا پیدا شوي وي؟

آیا پوهېږئ چې حورې او علمان به له څه شي جوړ یا پیدا شوي وي؟

له حضرت نبي اکرم صلی الله علیه واله وسلم څخه د حورو او علمانو په اړه پوښتنه وشوه چې له څه شي پیدا شوي دي، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (من ثلاثته اشیاء: اسفلهن من المسک واوسطهن من العنبر واعلاهن من الکافور، وشعورهن وحواجبهن سواد خط من نور)

ژباړه: له دریو شیانو به پیدا شوي وي:

  • لاندینۍ برخه یې له مشکو جوړه ده.

  • منځنۍ برخه یې له عنبرو ده

  • او پاسنۍ برخه یې له کافورو جوړه ده، ویښتان او وروځې یې تورې او خط به یې په نور سره اخیستل شوی وي.

یو بل روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (سالت جبریل علیه السلام فقلت اخبرنی کیف یخلق الله الحور العین فقال لی یا محمد!
یخلقهن الله من قضبان العنبرو الزعفران مضروبات علیهن الخیام اول مایخلق الله منهن نهدا من مسک اذفر ابیض علیه یلتام البدن)

ژباړه: ما له جبراییل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه او ورته وویل چې راته ووایه چې الله تعالی حور او علمان له څه شي څخه جوړ کړي؟ جبراییل علیه السلام وفرمایل ای محمده! الله تعالی حورې او علمان د عنبرو او زعفران له ښاخونو پیدا کړي، بیا یې له پاسه خیمې ایښي، لومړی الله تعالی د دوی سینې له خوشبو لرونکو سپین رنګو مشکو څخه پیدا کړي او بیا یې نور بدن جوړ کړی.

دا هم ولولئ

هغه کوم کسان دي چې د الله تعالی په لوري روان شي، نو الله تعالی به د هغوی پر لور په منډه راشي؟

الله تعالی پخپل ذکر کې ډېر برکتونه اچولي یعنې که چېرته یو څوک د الله …