کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: په منځني عمر کې یواځیتوب ذهني فعالیتونه اغېزمنوي

څېړنه: په منځني عمر کې یواځیتوب ذهني فعالیتونه اغېزمنوي

د یوې څېړنې له مخې خبرداری ور کړل شوی، چې د ژوند په منځنۍ مرحله یا منځني عمر کې یواځیتوب یا یواځې ژوند تېرول په راتلوونکې ژوند کې دماغي فعالیتونه اغېزمنوي او هېرولو د ناروغۍ په ګډون د حافظې او د نورو ذهني ناروغیو خطر ډېروي.

د امریکا په بوسټن پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې څېړونکو وویل چې یواځیتوب انسان په راتلوونکي ژوند کې په ذهني ناروغ بدلوي.

په دې اړه څېړونکو د هغه کسانو ډیټا وڅېړله چې بالغ ول او په ذهني ډول روغ او د فکر کولو وړتیا یې درلوده، دغه راز د هغه کسانو ډیټا هم وکتله چې عمرونه یې له پنځه څلویښت څخه تر څلور شپېتو کلونو پورې او معلومول یې غوښتل چې په یواځیتوب اخته دي او که نه؟

وروسته له څېړنې معلومه شوه هغه کسان چې په منځني عمر کې د یواځیتوب ژوند کوي، دماغي فعالیتونه یې تر اغېزو لاندې راځپ او د هېرولو او نورو ذهني ناروغیو خطر یې ډېروي.

څېړنه زیاتوي، هغه کسان چې د لږ وخت لپاره یواځې ول، په دې کسانو کې پر ذکر شوو ناروغیو د اخته کېدو امکان لږ و.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …