کورپاڼه / هنر او کلتور / کپل شرما: (دی کپل شرما شو) په ځانګړي انداز پیلېږي

کپل شرما: (دی کپل شرما شو) په ځانګړي انداز پیلېږي

د هندوستان نوموتي کامیډي کوونکي کپل شرما اعلان کړی، چې خپله مشهوره خپرونه یا شو (دی کپل شرما شو) بیا پیلوي.

دغه خپرونه (دی کپل شرما شو) په هند کې د ترټولو زیات کتوونکو په درلودلو په ټوله نړۍ کې مینوال لري او د شهرت سبب یې د هنرمندانو یا اداکاران کامیډي او د کپل شرما ټوکې ټکالې دي چې د کتوونکو پر شونډو مسکا خپروي.

ددغې خپرونې د مشهور والي یو بل علت دا هم دی چې دوی په هره برخه کې د بالیووډ مشهور اداکاران او هرمندان راغواړي او هغوی ور پکې د خپلو فلمونو لپاره نه یوازې اعلانات کوي، بلکې د کپل شرما د ټوکو ټکالو ښکار هم ګرځي.

په دې خپرونه کې د کورونا د وایروس په سبب خلکو نه شو کولی چې ګډون وکړي او د فلمونو په ننداره کولو هم بندېز پوری شوی و، چې په همدې سبب اداکاران هم په ډېرو ستونزو په خپرونه کې برخه اخیسته، چې بیل یې بالاخره د تړلو پرېکړه یې وکړه.

له دوو میاشتو له تړل کېدو وروسته دغه شو یو ځل بیا په یو ځانګړي انداز سره پیلېږي، چې نوې څېرې به هم ور پکې د کامیډي کولو لپاره څرګندې شي.

کپل شرما وایي چې د خپرونې په بیا پیلېدو ډېر زیات خوشحاله دی او نوو کامیډي کوونکو ته یې ښه راغلاست ویلی.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …