کورپاڼه / جالب / یو شخص د دویم واده په هیله خپل کور او میرمن له لاسه ورکړه

یو شخص د دویم واده په هیله خپل کور او میرمن له لاسه ورکړه

په سعودي عربستان کې یوې میرمنې د اتو لکو څخه د زیاتو ریالو د قیمتي کور په بدل کې خپل خاوند ته د دویم واده اجازه ورکړه، خو کله چې یې کور پخپل نوم کړ او ټول ثبت یې په رسمي ډول وشو، نو له خاوند څخه د طلاق اخیستلو قضیه ثبت کړه.

د سعودي عرب د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه شخص فریاد کوي چې میرمنې یې ورسره چل او دوکه کړې او له وکیل څخه یې قانوني مشوره غوښتې.

حقوق پوهان وایي، چې نوموړي شخص پخپله خوښه خپل کور میرمنې ته په قانوني ډول سره ورکړی، نو دغه دعوه یې چې میرمنې ورسره د دویم واده په نوم چل او دوکه کړې او کور یې ورڅخه پخپل نوم کړی، د منلو وړ نه ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د دویم واده هیله مند دغه شخص اوسمهال هم خپل کور او میرمنه له لاسه ورکړې او نه یې هم د نوي واده کولو خوب تعبیر پیدا کړی دی.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان له لوري حکم ورکړل شوی و، چې اوسیدونکې یې د پاکستان په ګډون د څلورو هیوادونو له انجونو سره واده نه شي کولی.

دا هم ولولئ

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې ترڅو پخپلو منځو …