کورپاڼه / ليکنې / د غوسې د سړولو یا کنترول شپږ (۶) آسانه لارې چارې

د غوسې د سړولو یا کنترول شپږ (۶) آسانه لارې چارې

موږ ټول په دې پوهېږو چې غوسه کول یوه انساني کړنه ده او موږ ټول وخت ناوخت غوسه کېږو، خو کله چې غوسه ډېره شي نو کنترول یې بیا ستونزمن تمامېږي او خپګان رامنځته کوي.

د غوسې کولو سببونه کوم دي؟

ارواپوهان وایي چې د غوسې له کنترولولو دمخه اړینه ده چې سببونه یې وپېژنو، ترڅو ستونزه له بېخ څخه حل کړو، د غوسه کېدو سببونه په دوو برخو ویشل کېږي.

  • بهرني سببونه: په عموم کې غوسه د بهرنیو سببونو په پایله کې پیدا کېږي د مثال په توګه د کار په ځای یا اداره او نورو ځایونو کې د ستونزو پیدا کېدل یاهم د نظر اختلاف.

  • داخلي سببونه: غوسه د نورو داخلي احساساتو لکه نا آرامي، هیله یاهم د اوږد انتظار په پایله کې هم پیدا کېږي، ځکه چې دا ډول احساسات د غوسې سبب کېږي.

هر شخص د خپل چاپیریال مطابق د غوسې اظهار په مختلفو طریقو سره کوي، د غوسې پر وخت خلک له دریو حالاتو سره مخ کېږي: یا خو غوسه څرګندوي یا غوسه خوري یاهم د غوسې د سړولو هڅه کوي. غوسه باید په سم ډول څرګنده شي نه دا چې چاته دې زیان ورسوو، غوسه خوړلی هم شو یعنې کنترولولی شو خو خطر یې دادی چې داخلي خپګان رامنځته کوي او د وینې د لوړ فشار ناروغي هم رامنځته کوي.

د غوسې د سړولو، غوسې د کنترول ښه طریقه دا ده چې د غوسې په دواړو سببونو کنترول ترلاسه کړو، ارواپوهان وایي کله چې غوسه درځي نو ژوره ساه واخلئ، آرام وکړئ او ښې کلمې یا الفاظ وکاروئ.

  • لومړنۍ طریقه، ژورې ساه ګانې: ژورې ساه ګانې واخلئ او ورو ورو آراموونکې الفاظ یا کلمې وکاروئ لکه آرامه وکړئ.

  • دویمه طریقه، آسانه ورزشونه: د آسانو ورزشونو د کولو هڅه وکړئ، ترڅو عضلو ته مو آرام ور په برخه شي. دغه طریقه درنه ډېر وخت نه اخلي ځکه چې ډېره آسانه ده.

  • دریمه طریقه، د ستونزو حل کول: ځینې وختونه د غوسې علت څرګند او سم وي، ځکه چې موږ په ژوند کې له داسې حالاتو سره مخ کېږو چې ځان ترې ژغورل ستونزمن وي، نو هڅه وکړئ چې د ستونزو د حل لپاره پاملرنه وکړئ، خو پخپل ځان بوج مه راوړئ چې تل به ټولې ستونزې حل مومي.

  • څلورمه طریقه، له نورو سره په سم ډول خبرې وکړئ: دا چې ولې پر نورو غوسه کوو، نو باید هڅه وکړو پرې پوه شو او ورسره خبرې وکړو.

پنځمه طریقه، چاپیریال ته بدلون ورکړئ: په ورځ لږ غوندې وخت خپل ځانته ورکړئ، په ځانګړي توګه هغه وخت چې تاسې د ذهني فشار لاندې وئ.

شپږم، په مختلفو او نوو طریقو سره ستونزې حل کړئ: ارواپوهان وایي چې درې داسې طریقې دي چې تاسې کولی شئ چې پخپل غبرګون کې بدلون راولئ.

پاملرنه:

ارواپوهان وایې چې د غوسې په کنترول کې ډېر زیات وخت او زحمت ته اړتیا وي او ممکن له ناکامۍ سره مو مخ کړي، نو هڅه وکړئ چې له نورو سره ښې اړیکې وساتئ او په دې ډول خپل ژوند په مناسب ډول سره تېر کړئ.

دا هم ولولئ

ددې لپاره چې روژه درباندې آسانه تېره شي، یو څو لارښوونې عملي کړئ

د روژې مبارکه میاشته راورسېدو، نو که چېرته تاسې هم روژې نیسئ یا ورته تیاري …