کورپاڼه / کرکټ / نیوزیلینډ د بنګله دیش لوبډله د دریمې یوې ورځني لوبې په ګټلو وایټ واش کړ

نیوزیلینډ د بنګله دیش لوبډله د دریمې یوې ورځني لوبې په ګټلو وایټ واش کړ

دغه لوبه چې د نیوزیلینډ په کوربه توب د بیسین ریزرو په لوبغاړي کې ترسره شوه، نیوزیلینډ پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

نیوزیلینډۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو بنګله دیش د ۳۱۸ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې کانوی ۱۲۶، میچل ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

د بنګله دیش له لوري په توپ اچونه کې رابوالحسن تر نورو ښه وځلید او د لسو اورونو په ترسره کولو یې درې لوبغاړي وسوځول، خو اویا منډې یې ورکړئ او ترڅنګ تسکین احمد او سونیا سرکار هم یوه، یوه ویکټه ترلاسه کړه.

بنګله دیشۍ لوبډلې د ۳۱۸ منډو په تعقیب ۱۵۴ منډې وکړې او ټوله لوبډله یې په ۴۳ اور کې وسوځیده، چې له ډلې یې محمدالله ترټولو ډېرې ۷۶ منډې ترسره کړې.

د نیوزیلینډ له لوري په توپ اچونه کې جیمز نیشم د ۲۷ منډو په ورکړه، پنځه لوبغاړي او میت هنري هم د ۲۷ منډو په ورکړې څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره یې بنګله دیش په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم مات او وایټ واش کړه.

کانوی ددې لوبې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د شلو ورځو لوبو لړۍ د یکشنبې په ورځ پیل شي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …