کورپاڼه / روغتيا / ولې بادام د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوو؟

ولې بادام د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوو؟

بادام یو له هغه وچو مېوو څخه شمېرل کېږي چې ترټولو ډېر استعمالېږي او د هر عمر لرونکو کسانو د روغتیا لپاره پخپل جوړښت کې بې شمېره ګټې لري، خو موږ دلته هغه سببونه ذکر کوو چې په سبب یې باید هره ورځ بادام د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوو.

د زړه د روغتیا لپاره:

ویل کېږي چې بادام په طبیعي ډول مونوسیچوریټډ فیټي اسید او د ویټامین درلودونکې او دغه توکي د صحت مندو کلیسترولو سطحه برابره ساتي او د میګنیزیم او پوتاشیمو شتون یې د وینې فشار او د زړه فعالیتونه برابر ساتي.

وزن برابر ساتي:

د بادامو په جوړښت کې د فایبرو، پروټینو او د ښو غوړو شتون انسان ته انرژي ورکوي او له ډېر خوراک څخه یې ساتي، دغه راز له څېړنې معلومه شوې چې د بادامو په استعمال سره د بدن وازده او وزن کمېږي.

شکر کنترولوي:

روغتیایي کارپوهان وایي چې کله چې له خوراکي توکو سره بادام استعمالوو نو په بادامو کې موجود مونوسیجوریټډ فیټي اسید په وینه کې د ګلوکوزو خورېدو عمل ورو کوي او په همدې ډول په وینه کې د شکر کچه له ناڅاپي ډېرېدو څخه ساتي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …