کورپاڼه / جالب / بېزوګانې په حیرانوونکې ډول یتیم بېزوګان په غېږ کې نیسي او ساتنه یې کوي

بېزوګانې په حیرانوونکې ډول یتیم بېزوګان په غېږ کې نیسي او ساتنه یې کوي

د کبوها په نوم د یو نر ګوریلا یا بېزو د مور او پلار له مړینې وروسته یې تره روزنه او پالنه پخپل غاړه واخیسته، په کور ځای کې یې چې تره اوسیدو همالته یې ویده هم کړ او د لوبو کولو موقع یې ورکړه.

د بېزوګانو ددې ډول ټولنیزو اړیکو او حیرانوونکو خویونو عیني شاهد د بېزوګانو د بنسټ مشر پریماټولوجست تارا اسټونسکی دی.

د یوې نوې څېړنې ویل کېږي چې په نارینه بېزوګانو کې د یو بل د بچیو په غېږ کې نېونه یاهم پخپل کورنۍ کې یې د شریکولو غوښتنه په حیرانوونکې ډول عامه ده.

دغه څېړنه چې په دری پنځوس کلونو کې ترسره شوه نو ترې معلومه شوه کله چې یو ځوان غرنی بېزوګی خپله مور یا پلار له لاسه ورکړي، نو دوی هیڅ د وېرې احساس نه کوي، ځکه چې بله ډله یې له ځان سره یو ځای کوي.

د ډیوک پوهنتون استاد میتیو زپلیا وایي، چې دغه څېړنه په رښتیا هم حیرانوونکې ده، ځکه چې کله چې د حیواناتو کوم بچی خپله مور له لاسه ورکوي نو مړینه یې یقیني کېږي، ځکه نور حیواناتو یې نه خپلوي خو بېزوګانې بیا داسې نه دي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …