کورپاڼه / کرکټ / کرکټ بورډ: د کابل کرکټ نړیوال لوبغالی د نن کېدونکې لوبې لپاره چمتو دی

کرکټ بورډ: د کابل کرکټ نړیوال لوبغالی د نن کېدونکې لوبې لپاره چمتو دی

ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په کابل کې يوه شل اوريزه لوبه ترسره شي، چې ګلبدين نايب او نجیب ځدران به د يوې .ـ يوې لوبډلې لوبډلمشري وکړي

د افغانستان د کرکټ بورډ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د کمال خان د بند د پرانیستې په ویاړ به د (کمال خان بند ساتونکي) او (کمال خان بند جوړونکي) لوبډلو ترمنځ يوه شل اوريزه لوبه ترسره کړي.

د کرکټ په فیسبوکپاڼه کې لیکل شوي دي: چې د کابل کرکټ نړیوال لوبغالی د کمال خان د بند د پرانیستې په ویاړ د نن کیدونکې لوبې ترسره کېدو لپاره چمتو دی. د تکټ خرڅولو ځای: د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مرکزي دفتر.

د کمال خان بند جوړونکي لوبډله:

محمد شهزاد، حضرت الله ځاځى، نجیب ځدران (لوبډلمشر)، درويش رسولي، قېس احمد، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر ځاځى، غمى ځدراڼ، افتاب عالم، حميد حسن، امير حمزه هوتک، وفادار مومند او وقار سلامخېل.

د کمال خان بند ساتونکي لوبډله:

رحمان الله ګربز، عثمان غني، بهار علي شينوارى، سميع الله شينوارى، شاهدالله کمال، کريم جنت، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزى، ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، شرف الدين اشرف، فريد احمد ملک، سيد احمد شېرزاد، ظاهر خان او يمين احمدزى.

یاده دې وي چې د کمال خان بند جوړوونکې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ټاکل شوي و، چې بیا د ګوتې د ټپ له امله یې لوبډلمشري نجیب ځدران ته ورکړل شوه.

دغه لوبه به د ماسپین په دوو بجو پیل شي او د ملي تلویزون له لارې به وښودل شي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل ۱۳مه لوبه: ډیلي به نن له ممبۍ سره مېدان ته کوز شي

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل ۱۳مه لوبه نن د ډیلي کاپیټلز او …