کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینا کیف د ښې روغتیا او فټنس په اړه راز ووایه

کترینا کیف د ښې روغتیا او فټنس په اړه راز ووایه

د بالیووډ ښکلې او نوموتې اداکارې یا هنرمندې، چې ډېر زیات مینوال هم لري، په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام یې خپلو مینوالو ته د ښې روغتیا او فټنس راز ووایه.

کترینا کیف د بالیووډ د فلمي صنعت یو له هغه لویو ستورو څخه شمېرل کېږي چې د خپل ذهني او بدني روغتیا ډېره ساتنه کوي او تل صحت منده وي.

کترینا کیف په دې وروستیو کې د انستاګرام پر اکونټ یو تصویر خپور کړی، چې نوموړې پکې د ورزش په جامو کې لېدل کېږي.

کترینا کیف د خپل پوسټ په سر لیک کې د صحت او فټنس د راز په اړه لیکلي دي چې ښه خوراک یا غذا، بشپړ یا مناسب خوب او ورزش ترسره کړئ او دغه عمل تکرار کړئ.

نوموړې ډېری وخت له خپلو مینوالو سره د خپلو تمریناتو تصویرونه او ویډیوګانې خپروي او پخپلو ډېرو مرکو کې هم د روغتیا د ساتنې په اصولو د عمل کولو ټینګار کوي.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Katrina Kaif (@katrinakaif)

کترینا کیف د خپل ځانګړي اندازه له مخې د لکونو مینوالو په زړه باندې راج کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …