کورپاڼه / روغتيا / غذایي توکي او د ترلاسه کولو سرچینې یې

غذایي توکي او د ترلاسه کولو سرچینې یې

د ښه ژوند او ښې روغتیا لپاره باید غوره او مناسب خوراکي توکي استعمال کړو، خو پوښتنه داده چې ښه او روغتیایي خواړه څه شی وي؟ له ښو او روغتیایي خوړو څخه موخه هغه خواړه دي چې د مالګې، بورې او ضرر رسوونکو غوړو کچه یې کمه وي.

د انسان بدن ویټامینونو، کالورۍ او منرالونو ته اړتیا لري، چې همدغه توکي د انسان په سالم روزنه کې مرسته کوي او له ډېرو زیاتو ناروغیو مخه نیسي یاهم خطر یې کموي.

د ویټامینونو او منرالونه د ترلاسه کولو لپاره باید د مختلفو خوراکي توکو او مشرباتو د څښلو عادت خپل کړو، چې په دې شیانو کې مېوې، سابه، غوښه، ماهي، غلې، شېدې، لوبیا، زړي او وچې مېوې شامل دي.

خو هغه خواړه چې بوره، سودیم او وازده ولري، وزن ډېروي او د روغتیا اړوند خطر ډېروي، چې د شکر او د زړه ناروغۍ ور پکې شامل دي.

د غذایي توکو د ترلاسه کولو سرچینې:

  • کلسیم: شېدې، لبنیات، برکولي، سبزیجات او ماهي

  • پوتاشیم: کېلې، کشمش یا مویز، وچې مېوې، ماهي او سبزیجات

  • فایبر: لویبا، غلې، زړي، مڼې، ځمکي توت، ګازرې، رنګ لرونکي مېوې او سبزیجات

  • میګنیزیم: پالک، تور لوبیا، مټر او بادام

  • ویټامین ای: هګۍ، شېدې، ګازرې

  • ویټامین سي: سنترې، ځمکي توت، رومیان، کیوي، برکولي، سره او شنه مرچک

ویټامین اي: ناک، وچې مېوې، زړي، غلې، پالک او نور سبزیجات

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …