کورپاڼه / جالب / په تایلینډ کې د یو سړي له خېټې شپېته (۶۰) فوټه چیجنی ایستل شوی

په تایلینډ کې د یو سړي له خېټې شپېته (۶۰) فوټه چیجنی ایستل شوی

د تایلینډ کې د یو سړی له خېټې شپېته فوټه اوږد چینجی چې اته ویشت هګۍ یې هم درلودې ایستل شوی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه سړی اوه شپېته کاله عمر لري او د تایلینډ د لویدیځ ایالت نونګ کایي اوسیدونکی دی، چې په دوامداره توګه یې د خېټې د درد ستونزې لرلې.

ویل کېږي کله چې دغه شخص د خېټې له درد څخه شکایت وکړ او روغتون ته یې ځان ورساوه، ډاکتران ورته د یو ټیسټونو یا معایناتو لارښوونه وکړه، کله چې یې معاینات ترسره کړل نو معلومه شوه چې په خېټه کې یې څو فوټه اوږد چینجی او اته ویشت هګۍ یې شتون لري.

ډاکترانو د معایناتو وروسته ناروغ شخص ته ځانګړي درمل ورکړل او په سبا یې له خېټې شپېته فوټه چینجی راووت.

ډاکترانو ناروغ شخص ته لارښوونه کړې، چې په خوراک او څښاک کې دې لارښوونه وکړي، په ځانګړي توګه د غوښې خوراک دې پرېږدي او ترڅو ورځو دې د خوراک عادتونه بدل کړي.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …