کورپاڼه / جالب / په چین کې زرګونه کاله پخوانی طلایي ماسک موندل شوی

په چین کې زرګونه کاله پخوانی طلایي ماسک موندل شوی

لکه څنګه چې د کورونا د ناروغۍ پرمهال موږ ټول د ماسک او د ټولنیز واټن له کلمو سره اشنا شوي یې، خو اوسمهال له چین څخه په راغلي راپور کې ویل شوي وي، چې په دې هیواد کې درې زره کاله پخوانی د سرو زرو ماسک موندلی دی.

د یوې بهرني خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د چین د سیچوان ایالت د سنشندویي د ښار په یو تاریخي ځای کې د کیندنو پرمهال لرغونپوهانو یو ډېر نایابه د سرو زرو ماسک موندلی.

لرغونپوهان وایي چې دغه ماسک یې د کیندنو پرمهال موندلی چې تقریباً درې زره کاله پخوانی دی او ځانګړتیا یې داده چې مخ په بشپړه توګه نه پټوي.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې لرغون پېژندونکو یا لرغونپوهان تر اوسه پورې د سنشندویي له دغه تاریخي ځایه پنځه سوه نایابه او عجیب شیان موندلي دي.

رسنۍ زیاتوي چې ددغه ماسک تصویر په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ژر لاس په لاس شو او خلکو له لورې پرې ډېرې خندوونکې څرګندونې شوي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …