کورپاڼه / کرکټ / کمال خان بند ساتونکو د شهزاد او شاهدي د ښې توپوهنې پرمټ سیالې لوبډلې ته غټ هدف وټاکه

کمال خان بند ساتونکو د شهزاد او شاهدي د ښې توپوهنې پرمټ سیالې لوبډلې ته غټ هدف وټاکه

د کمال خان د بند د پرانیستې د ویاړ په مناسبت نن ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د (کمال خان بند ساتونکي) او د (کمال خان بند جوړونکې) لوبډلو ترمنځ شل اورېزه اوبه روانه ده.

د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې کپتان نجیب ځدران پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۵ منډې او د کمال خان د بند ساتونکې لوبډلې ته یې ۲۲۶ منډې هدف وټاکه.

د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې له لورې شهزاد محمدي په ۳۵ توپونه ۷۴ او حشمت الله شاهدي په ۵۳ توپونو ۱۰۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې او سیالې لوبډلې یې یو غټ هدف وټاکه.

د کمال بند ساتونکي لوبډلې له لوري فرید ملک، ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

په یو څو شېبو کې به د کمال خان بند ساتونکې لوبډله میدان ته راښکته شي او د ۲۲۶ منډو په تعقیب به لوبه پیل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …