کورپاڼه / بېلا بېل / د پیزا ډېره په زړه پورې تاریخچه

د پیزا ډېره په زړه پورې تاریخچه

له نن څخه څو سوه کاله دمخه هم پیزا ته ورته ډوډۍ پخیده، چې خلکو به په ډېر شوق سره خوړله، خو د لومړي ځل لپاره په ۱۶۰۰ زېږدیز کال د ایټالیا په نیپلز ښار کې له دغې ډوډۍ سره یو څو خوراکي توکي یوځای شول او د پیزا نوم یې پرې کېښود.

ویل کېږي چې پیزا په لومړیو وختونو کې د غریبو خلکو خوراک ګڼل کېده، ځکه چې دوی به کور نه درلود او په لار به یې خوراک کاوه، چې یو انګلیستان لیکوال یې د خوراک دغه ډول خوراک (مکروه) خوراک ګڼلی و.

کله چې ۱۸۸۹ کال امبرټو او ملکه مارګریټا د ایټالیې د نیپلز ښار ته لاړ، نو غوښتل یې چې مختلف ډول پیزا وازمایي، چې د رافیل ایسپوسیټو په نوم یو پخوونکي د سرو رومیان روب یا چکني، د شنو ریحانو او نورو توکو څخه پیزا جوړه کړه، چې د انګلیستان د بېرغ رنګ یې ورکړی و چې مارګریټا ډېره خوښه کړه او په دې ډول مارګریټا پیزا جوړه کړه، چې نن هم مشهوره ده.

که څه پیزا د ملکې مارګریټا له لوري ومنل شوه خو د ۱۸۰۰ زېږدیز تر اخره د نیپلز له ښاره بهر بیا دومره مشهوره نه وه، خو کله چې ایټالویانو امریکا ته هجرت وکړی، نو هلته یې له ځان سره د خپلې خوښې خوندور ترکیبونه یوړل.

په ۱۹۰۵ کال د لومړي ځل لپاره د پیزا پلورل پیل شول، چې تر اوسه پورې په ټوله امریکا کې مشهور نوم ګڼل کېږي او په ریستورانتونو کې یې هماغه تنورونه شتون لري چې په ۱۹۰۵ زېږدیز کال کې موجود ول.

په ۱۹۳۰ کال د پیزا د پلورلو کار پرمختګ وکړ او د امریکا تر څو ایالتونو پورې وغځید، خو په ۱۹۴۳ کال د اییک سیول په نوم یو شخص د شکاګو په طرز یا ډول سره پیزا جوړه کړه، خو اوس هم ددې شهرت سربېره پیزا د غریبو خلکو خوراک دی.

په ۱۹۴۵ زیږدیز کال د ایرا نیون په نوم یو شخص په ګاز سره پیزا پخه کړه چې ډېره په آسانۍ سره جوړېده او په هوټلونو او ریستورانتونو کې یې پلورل ډېر شول.

اوسمهال په امریکا کې د پیزا د کاروبار کلنی عاید  ۴۶ میلیارده ده او د نړۍ په کچه یې ټول عاید تقریباً ۱۴۵ میلیارده ښودل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سياستوال ١

په ټاکنو کې د خلکو پام رااړولو لپاره د سياستوال جالب کار

په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو …