د اوړي د موسم په راتګ او د تودوخې د درجې په ډېرېدو سره د بدن سپوروالی، سر درد او نورې ناروغۍ ډېرېږي، خو که چېرته پخپلو خوراکي توکو کې لږ غوندې بدلون هم راولي، نو له ډېرو ناروغیو څخه مو ژغورلی شي.
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې هغه ناروغۍ چې د هوا او اوبو له لارې خورېږي، د احتیاط په کولو سره ترې ځان ژغورلی شو، روغتیایي کارپوهانو لارښوونه کړې چې باید د ګرمۍ په موسم کې له ځینو توکو ډډه وشي.
گرم مشروبات یا څښاک:
ډېری کسان د ورځې پیل د کافي یا چایو په څښلو سره کوي، که څه هم خلک داسې فکر کوي چې دغه څښاک یا مشروبات ورته انرژي ورکوي، خو که چېرته یې د اوړي په موسم کې په منظم ډول سره وکاروو، نو د بدن تودوخه مو ډېرېږي او بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.
لبنیات:
کله چې د هوا د تودوخې درجه لوړېږي نو د بدن د تودوخې درجه ورسره ډېرېږي، چې د لبنیاتو استعمال لکه کوچ، پنیر او مستې د بدن تودوخه ډېروي او بدهضمي رامنځته کوي.
روش کړې غوښه:
روش شوې غوښه په ډېرې تودوخې سره پخېږي او د اوړي موسم خو هسې هم ګرم وي، چې روش شوې غوښه دغه تودوخه نوره هم ډېروي او د سرطان خطر ډېروي.
وچې مېوې:
وچې مېوې لکه خرما، کشمش یا مویز او وچ زردالو د روغتیا لپاره ګټور وي، خو د اوړي په موسم کې د وچو مېوو استعمال د بدن تودوخه ډېروي او د خارښت او فشار ستونزه رامنځته کوي.
مساله جات:
د لاچي، دارچیني، لونګو او تورو مرچو استعمال د خوراکي توکو د خوند د ډېرولو لپاره کارول کېږي، خو د ګرمۍ په موسم کې یې استعمال د بدن تودوخه ډېروي، چې بیا د انسان د بدن اوبه کموي او په ناروغیو مو اخته کوي.
وازده لرونکي توکي:
وازده لرونکي یا د ډېرو غوړو لرونکي توکي د اوړي په موسم کې زیانمن خواړه ګڼل کېږي، ځکه چې د ډېرو خطرناکو ناروغیو سبب کېږي او دفاعي سیستم کمزوری کوي.