کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي دویم لوبغاړی شو چې په دریم نمبر (ون ډاون) د توپ وهنې په کولو یې (۱۰۰۰۰) منډې پوره کړې

ویرات کوهلي دویم لوبغاړی شو چې په دریم نمبر (ون ډاون) د توپ وهنې په کولو یې (۱۰۰۰۰) منډې پوره کړې

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په دریمه نمبر (ون ډاون) په توپ وهنې سره لس زره منډې (۱۰۰۰۰) بشپړې کړې.

د انګلیستان پر وړاندې د هند په کوربه توب په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې ویرات کوهلي په دریم نمبر توپ وهنې ته راووت او ۶۶ منډې یې وکړې، چې په همدې ډول ویرات کوهلي په دریم نمبر د ۱۰۰۰۰ منډو په جوړولو د نړۍ دویم لوبغاړی شو.

له دې وړاندې د استرالیا پخواني کپتان رکي پونټینګ په همدې نمبر ۱۰۰۰۰ منډې جوړې کړې وې، رکي پونټینګ په ۳۳۰ پاڼو کې په دریم نمبر سره د توپ وهنې په کولو ۱۲۶۶۲ منډې جوړې کړي، خو ویرات کوهلي بیا دغه منډې په ۱۹۰ پاڼو کې ترسره کړې.

په دریم نمبر لوبېدونکی چې ترټولو زیاتې منډې یې ترسره کړي، د سریلانکا پخوانی لوبغاړی کمار سنګاکارا دی، چې په ۲۳۸ پاڼو کې یې ۹۷۴۷ منډې جوړې کړي، دغه راز په څلورم لوبغاړی د جنوبي افریقا جیک کیلیس دی چې نوموړي هم په دریم نمبر د توپ وهنې په کولو سره ۷۷۷۴ منډې ترسره کړي دي.

یاده دې وي چې ویرات کوهلي تر اوسه پورې ۲۵۲ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې په مجموعي ډول یې ۱۲۰۹۶ منډې جوړې کړي، چې ۴۳ سلېزې او ۶۱ نیمه سلېزې یې ور پکې شاملې دي.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …