کورپاڼه / کرکټ / د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې د ګلبدین نایب د ښې توپ وهنې پرمټ کمال خان بند جوړونکې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې د ګلبدین نایب د ښې توپ وهنې پرمټ کمال خان بند جوړونکې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کمال خان د بند د پرانیستې د ویاړ په مناسبت نن ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د (کمال خان بند ساتونکي) او د (کمال خان بند جوړونکې) لوبډلو ترمنځ شل اورېزه ترسره شوه.

د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې کپتان نجیب ځدران پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۵ منډې او د کمال خان د بند ساتونکې لوبډلې ته یې ۲۲۶ منډې هدف وټاکه.

د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې له لورې شهزاد محمدي په ۳۵ توپونه ۷۴ او حشمت الله شاهدي په ۵۳ توپونو ۱۰۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې او سیالې لوبډلې یې یو غټ هدف وټاکه.

د کمال بند ساتونکي لوبډلې له لوري فرید ملک، ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کمال خان ساتونکې لوبډلې دغه هدف په آسانۍ سره په ۱۹ اور کې ترلاسه کړ او بند جوړونکو لوبډلې ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه، چې له ډلې یې کپتان ګلبدین نایب په ۵۰ توپونو ۱۰۰ منډې او رحمن الله ګربز په ۱۶ توپونو ۴۰ منډې ترسره کړې.

د بند جوړونکو د توپ اچوونکو له لوري افتاب عالم تر نورو ښه وځلید او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …