شهزاد محمدي چې ډېره موده کېږي له ملي لوبډلې لېرې پاتې شوی، اوسمهال په کورنیو لوبو کې ډېر ښه لوبېږي.
شهزاد محمدي په همدې لړ نن ورځ د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ په یواځینۍ شل اوریزه لوبه کې د کمال خان بند جووړونکو په ګټه ولوبید، چې په دې لوبه کې د ۳۵ توپونو په لوبولو ۷۴ چټکې منډې ترسره کړې، چې بیا د شرف الدین اشرف له لوري وسوځید.
شهزاد محمدي له لوبې وروسته د ملي تلویزون په خبرو کې وویل: ((غواړم چې بېرته کرکټ ته را ستون شو، خو یو څه ستونزې دي چې هغې کې یو زما د وزن ستونزه هم ده،، ان شاءالله چې ستونزه به حل شي او ژر به راستون شم))
نوموړی په اخر کې مینوالو ته د پیغام په ډول سره وایي: ((خدای ته وګورئ کله چې سړی ستړی وي، مه یې په غذابوئ))
یاده دې وي چې شهزاد محمدي یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې د هیواد دننه او بهر ډېر زیات مینوال لري.