کورپاڼه / اسلام / د برات شپه د رحمتونو او مغفرتونو شپه ده، خو څه ډول به د الله تعالی رضا حاصلوو؟

د برات شپه د رحمتونو او مغفرتونو شپه ده، خو څه ډول به د الله تعالی رضا حاصلوو؟

د برات شپه چې د مسلمانان لپاره د رحمتونو او مغفرتونو میاشت دی، په دې شپه مسلمان امت په عبادت کولو او د دعاګانو په کولو سره د الله تعالی رضا ترلاسه کولی.

د شعبان د میاشتې پنځلسمه چې د برات شپه هم ورته ویل کېږي، په دې شپه الله تعالی پخپل فضل او کرم سره د خپلو ګناهکارو بنده ګانو ګناهونه بخښي، په دې شپه یې له ګناهونه برات (خلاصون) ورکوي، نو ځکه خو ورته د برات شپه ویل کېږي، په یو حدیث شریف کې راځي چې په دې شپه الله تعالی د بنو کلب د قبیلې د مېږو او اوږو د ویښتانو په شمېر خلک به وبخښي.

ددې شپې ځانګړتیا داده چې الله تعالی خپل نیک بنده ګان په ځانګړي رحمت سره نازوي، په دې شپه به د هر حکم پرېکړه کېږي او دغه شپه مبارک او مهمه شپه ده، په دې الله تعالی پخپلو مخلوقاتو رزق ویشي او د ټول کال حادثې او پېښې لیکل کېږي.

په دې شپه الله تعالی فرښتې له دې خبروي چې په ټول کال کې به انسانان څه ډول عملونه ترسره کوي او له کومو پېښو سره به مخ کېږي.

په یو حدیث شریف کې راځي، کله چې د شعبان د میاشتې منځنۍ شپه راشي، نو په دې شپه پورته شئ، قران کریم تلاوت کړئ، نفلونه وکړئ او روژې ونیسئ ځکه چې په دې شپه الله تعالی پخپلو صفتونو رحمن، رحیم او رووف سره د انسانیت په لور توجه کوي او فرمایي به چې شته داسې څوک چې له ما بخښنه وکړي او زه یې وبخښم؟ شته داسې څوک چې له ما سوال وکړي او زه یې پوره کړم؟ شته داسې څوک چې له ما رزق وغواړي او زه ورته حلال او ډېر رزق ورکړم؟ چې تر سهاره به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …