کورپاڼه / هنر او کلتور / مهیش بټ نه غواړي چې عالیه بټ ترې د واده په کولو جدا شي

مهیش بټ نه غواړي چې عالیه بټ ترې د واده په کولو جدا شي

په دې ورځو کې د بالیووډ د فلمونو د اداکارو یا هنرمندانو عالیه بټ او رنبیر کپور د اړیکې په اړه بحثونه روان دي او له دې وړاندې هم د عالیه بټ او رنبیر کپور د واده راپورونو زور اخیستی و، خو د عالیه بټ پلار مهیش بټ نه غواړي چې لور یې واده وکړي.

ویل کېږي چې مهیش بټ د خپلې لور مهیش بټ په اړه ډېر احساساتي دی او غواړي چې عالیه بټ یې تل د خپل نظر لاندې وي.

په یوه پخوانۍ ویډیو کې عالیه په دې اړه په څرګند ډول خبرې کړې وې او ویلي دي چې پلار یې نه غواړي چې نوموړې واده وکړی.

ددې سربېره یو ځل مهیش بټ ورته غوسه شوی و او ویلي یې ول چې شاهین او عالیه به په تشناب کې ایساره کړي او له خپل نظر څخه یې لېرې نه پرېږدي.

عالیه بټ وایې چې پلار یې مهیش بټ ورته ویلي چې تاسې هیڅ چېرته نه شئ تللی، ټول په کوټه کې ایساروي. عالیه زیاتوي چې دا رښتیا دی او پلار یې ورته وایي چې نه غواړي چې د دواړو واده وشي او دا کار نه یوازې چې په خوله یې نه کول نه غواړي بلکې عملاً هم نه غواړي چې واده وکړي او په دې اړه ډېر خپه هم دی او دوی له واده څخه هم منع کوي.

دا هم ولولئ

کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو …