ځینې خلک داسې وي چې پر پیریانو باور لري، خو ځینې بیا داسې هم شته چې باور پرې نه لري او له شتون څخه یې انکار کوي، خو د امریکا د اوهاییو د ایالت د مینټر په ښار کې یوې کامرې داسې صحنه را اخیستې چې په لېدو به یې پیریان نه منونکې خلک به هم ووېروي.
د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې په دې ویډیو کې یو پیری چې د یوې انجلۍ په څېر ښکاري په منډه وهل سره لېدل کېږي.
بل لوري ته د مینټر پولیس وایي چې په دې ویډیو کې منډې وهوونکې یوه د ټیټې ونې لرونکې انجلۍ ده، خو څومره چې ددې ونه ده په دومره اندازې سره د تیټې ونې لرونکی شخص په داسې تیزۍ سره منډه نه شي وهلی، لکه څومره چې دغه پیرۍ انجلۍ منډې وهي.
راپور زیاتوي چې دغه ویډیو د ښار د پولیسو لخوا خپره شوې او له ویډیو معلومېږي چې د شپې پرمهال شوې ده، ځکه چې تیاره هره خوا خپره شوې او په دې کې د سرک په څنډ یو کوچنی غوندې څه شی یو خوا ته منډه وهي او پولیس ورته د پیرۍ انجلۍ نوم ورکړی دی.
پولیس وایي چې دا داسې ښکاري لکه یوه اوه کلنه انجلۍ چې له یو لوري منډه واخلي او بل لوري ته ورکه شي.