کورپاڼه / کرکټ / انګلستان په دویمه لوبه کې هندوستان ته ستره ماتي ور کړه

انګلستان په دویمه لوبه کې هندوستان ته ستره ماتي ور کړه

انګلستان په دویمه یوه ورځنۍ لوبه انګلستان ته په شپږو ویکټو سره ستره ماتي ورکړه او د ۳۳۷ منډو هدف یې په ۴۴ اوره کې د څلور لوبغاړو سوځیدو پوره کړو.

دغه لوبه د هندوستان په کوربتوب د مهاراشترا کرکټ لوبغالي ترسره شوه، چې انګلستانۍ لوبډلې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د هندوستان کرکټ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۳۳۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۳۳۷ منډو هدف وټاکه، چې له لوري یې راهول ۱۰۸، کوهلي ۶۶ او هاردیک پانډیا ۳۵ ډېرې منډې جوړې کړې او د انګلیستان له لوري ټام کرن او ټوپلي دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د ۳۳۷ منډو په تعقیب تېزه لوبه پیل کړه، چې جیسن رای د ۵۵ منډو په جوړولو وسوځید، خو له وروسته د جوني بیرسټو او بین سټوک د یوې په زړه توپ وهنې وروسته انګلستان په دې وتوانید چې یاد هدف ترلاسه کړي، جوني بیرسټو ۱۲۴ او بین سټوک ۹۹ منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یو په یو مساوي روانه او دریمه لوبه به یې د مارچ په ۲۸ نیټه په پوني کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …