کورپاڼه / بېلا بېل / د واده زلمي د خپل واده په مراسمو کې د تلاوت په کولو نوی مثال جوړ کړ+ویډیو

د واده زلمي د خپل واده په مراسمو کې د تلاوت په کولو نوی مثال جوړ کړ+ویډیو

د پاکستان په لاهور ښار کې یو زوم د خپل واده په مراسمو کې د ولیمې په ورځ د قران کریم د تلاوت په کولو د واده کولو یو نوی مثال جوړ کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې له مخې یې ویل کېږي دغه واده د پاکستان د لاهور ښار د دوو اوسیدونکو ډاکتر فیضان او ډاکتر کرن دی، چې د واده په ورځ د واده زلمي یا زوم ډاکتر فیضان د سورت رحمن په تلاوت کولو سره د واده کولو یو نوی مثال جوړ کړ.

دغه ویډیو چې د واده زلمي ور پکې د تلاوت کولو پرمهال لېدل کېږي، تر اوسه پورې په زرګونو کسانو لېدلې او په دې کار سره یې زوم ډېر ستایلي دی، د ویډیو کتوونکو ویلي، چې د لویدیځ هیوادونو د دود او دستور پرځای یې پخپلو مذهبي روایاتو په کولو یو ښه روایت جوړ کړ.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د ثنا په نوم یوې انجلۍ د داود په نوم له یو داسې شخص سره واده کړی و، چې د یوې پښې په نتیجه کې یې دواړه لاسونه او یوه پښه له لاسه ورکړې وه.

بله لوري ته بیا په همدغه هیواد کې یوې انجلۍ د واده شپه ټولې خسرګنۍ ته نشه یي توکي ورکړي، نغدې روپۍ او سره زر یې له ځان سره اخیستي او تښتېدلې ده.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …