کورپاڼه / اسلام / جنت او جهنم الله تعالی دمخه پیدا کړي دي

جنت او جهنم الله تعالی دمخه پیدا کړي دي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله چې الله تعالی جنت او جهنم پیدا کړ نو جبراییل به جنت ته ولېږي او ورته یې وویل چې لاړ شه چې جنت او د جنتیانو لپاره چې موږ څه شی تیار کړی و یې ګوره.

جبراییل علیه السلام راغی جنت او د جنتیانو لپاره یې تیارۍ ولېدلې، نو بېرته د الله تعالی پر لور لاړ او ورته یې وویل، چې ستا په عزت مې وي څوک چې د جنت په اړه لږ هم څه واوري نو ضرور به ور داخل شي.

الله تعالی حکم ورکړ چې هغه له ناخوښو او ځوروونکو شیانو څخه ډک کړه او جبراییل علیه السلام ته به ووایي چې هغه طرف ته لاړ شه او کوم شیان چې مو د جنتیانو لپاره کړي و یې ګوره، جبراییل علیه السلام لاړ او له ناخوښو او ځوروونکو شیانو څخه ډک ولید نو بېرته راستون شو او و یې ویل چې زه وېرېږم چې هیڅوک به هم ور داخل نه شي.

الله تعالی جبراییل علیه السلام ته وویل چې لاړه شه جهنم او د جهنمیانو لپاره مې چې څه شی تیار کړی، و یې ګوره، کله چې جبراییل علیه السلام ورغی نو و یې لېدل چې د یو بله یې په بله برخه ور اوړي، جبراییل علیه السلام الله تعالی ته راغی او ویې ویل، چې ستا په عزت مې قسم څوک چې یې په اړه لږ هم واوري هغه به ور داخل نه شي.

بیا الله حکم ورکړ چې دوزخ یې له شهوت څخه ډک او جبراییل علیه السلام ته یې وفرمایل چې بیا لاړ شه جبراییل علیه لاړ او بېرته راغی نو ویې ویل، ستا په عزت مې قسم زه وېرېږم چې هیڅوک به هم ترې ونه ژغورل شي او ور داخل به شي.

امام ترمذي وایي چې دا حدیث حسن صحیح
دی.

دا هم ولولئ

که د دنیا او اخرت بریا غواړې، نو د رسول الله (ص) په دې حدیث عمل وکړئ

الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اسلام دین بشپړ کړ او …