کورپاڼه / جالب / یو دوه میاشتنی ماشوم پر سپوږمۍ د پنځه زره ګزه ځمکې څښتن شو

یو دوه میاشتنی ماشوم پر سپوږمۍ د پنځه زره ګزه ځمکې څښتن شو

د هندوستان د ګجرات ایالت یو اوسیدونکي خپل دوه میاشتني زوی ته د یوې قیمتي ډالۍ د ورکولو لپاره پر ځمکه یو جریب ځمکه وپیرله.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص د ګجرات ایالت د سورت ولسوالۍ اوسیدونکی دی او خپل دوه میاشتني زوی ته یې د سپوږمۍ یو جریب ځمکه په ډالۍ کې ورکړه. (د ګز په حساب تقریباً ۴۸۴۰ ګزه راځي)

ویل کېږي چې د سورت ولسوالۍ د سرتانا اوسیدونکې وجی کتوریا خپل دوه میاشتني زوی نتیا ته په یوه قیمتي ډالۍ کې د سپوږمۍ ځمکه وپېرله بلکې په نوم یې هم کړه.

وجی کتوریا چې یو سوداګر وایي، چې دوه میاشتې دمخه یې زوی وزېږید او کله چې یې زوی (نتیا) وزېږید نو پرېکړه یې وه چې یوه قیمتي او ځانګړې ډالۍ به ورکوي.

راپور زیاتوی چې نوموړی د ګجرات د لویو سوداګرو له جملې څخه دی او د ځمکې د اخیستلو لپاره د نیویارک نړیوال لونرلینډ د ثبت شرکت ایمیل کړی، چې بیا نړیوالې ادارې یې غوښتنه منلې او اړوند کارونه یې بشپړ کړي دي او د شرکت له لوري ورته د ځمکې اخیستلو ټول سندونه را لېږل شوي.

راپورونه وایي چې وجی کتوریا لومړنی سوداګر شو چې پر سپوږمۍ ځمکه پیري او زوی یې ترټولو کم عمر څښتن وګڼل شو.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …