د وینې لوړ فشار چې یو عامه ناروغي ګڼل کېږي، نن سبا یې ډېری کسان ښکار ګرځېدلي، د خوراکي توکو کارپوهانو دغه ستونزه په نظر کې نېولې او د داسې خوراکي توکو د استعمال لارښوونه یې کړې چې د وینې فشار مو کنترولوي.
د وینې د لوړ فشار د کنترول لپاره د لږو کلیسترولو او لږ غوړو لرونکو خوړو له استعمال سره د درملو کارول هم مرستندویه تمامېږي، نو راځئ چې ځینې هغه خوراکي توکي وپېژنو چې د وینې فشار کنترولوي.
د رومیانو اوبه د وینې د لوړ فشار په کنترول کې ډېر زیات مرستندویه تمامېږي، ځکه چې رومیان پخپل جوړښت کې پوتاشیم لري او ګازرې هم د فشار په کمولو کې ګټور تمامېږي.
د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د هوږې کارول د وینې په بهېدنه کې ډېروالی راولي او د وینې د فشار په کنترول کې مرسته کوي.
څلورم خوراکي توکی پالک دي چې په استعمال سره یې د وینې فشار برابرېږي، ځکه چې پالک پخپل جوړښت کې اوسپنه، پوتاشیم، فولیټ او میګنیزیم لري.
مستې د خوراکي توکو له جملې غوره خوراکي توکی دی چې د لوړ فشار په کنترول کې مرسته کوي، ځکه چې په جوړښت کې یې پوتاشیم، کلسیم او پروټین ډېر وي او دغه توکي هغه مالګین توکي خارجوي چې د فشار سبب کېږي.
دغه راز روغتیایي کارپوهان وایي چې کېلې هم د لوړ فشار په کنترول کې مرسته کوي، ځکه چې کېلې هم یو له هغه توکو څخه دي چې ډېر پوتاشیم لري.