ګوري خان د خپل خاوند شاهرو خان غوښتنه پوره کړه او له اتو میاشتو وروسته یې د هغه دفتر ته یو نوی ډیزاین ورکړ.
ګوري خان چې پخپله هم ډېره مشهوره ډیزاینره ده، نوموړې په ممبیي کې د شاهرو خان دفتر (پروډکشن) یو ځل بیا ډیزاین کړ، چې ډېر ښکلی او په زړه پوری ښکاري او د ډیزاین په چارو یې تقریباً اته میاشتې وخت ولګید، یاهم په اتو میاشتو کې یې ډیزاین بشپړ شو.
د شاهرو خان میرمنې ګوري خان له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، چې شاهرو خان له ډېره وخت غوښتل چې د دفتر ځینې برخې یې بیا ډیزاین شي او غواړي چې په دې برخه کې د چوکیو او میزونو سربېره یو څه نوی او تخلیقي کار وکړي.
View this post on Instagram
ګوري خان زیاتوي چې دفتر ته یې هره ورځ په سلګونه خلک ځي او راځي، چې په همدې سبب یې کار کول هم ستونزمن ول، خو تېر کال د کورونا د وایروس او کرنتین پرمهال یې وخت پیدا کړ او په همدې ډول یې د شاهرو خان غوښتنه پوره کړه.
نوموړې په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام تصویرونه هم خپاره کړي چې له مخې یې لېدل کېږي چې د شاهرو خان دفتر ته یې ډېر په زړه پوری ډیزاین ورکړی.