کورپاڼه / روغتيا / الماني ساینسپوهانو په یوه ډېره مهمه څېړنه کې بریا ترلاسه کړ

الماني ساینسپوهانو په یوه ډېره مهمه څېړنه کې بریا ترلاسه کړ

الماني ساینسپوهانو د انسان په حافظې یا یاداښتونو د څېړنو په کولو بریا ترلاسه کړې ده.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د المان په هیګن پوهنتون کې د انسان د یاداښتونو یا حافظې په اړه څېړنې شوي او په څېړنه کې هڅه شوې ترڅو معلومه کړي چې غلط یاداښت څه ډول د انسان ذهن ته داخلېږي او بیا څه ډول بېرته ایستل کېږي، چې په دې برخه کې څېړونکو بریا ترلاسه کړه.

الماني ساینسپوهان یا څېړونکې د انسان ذهن ته د غلطو معلومات په داخلېدو او بېرته ایستل کېدو کې بریا ترلاسه کړې.

ویل کېږي چې ساینسپوهانو د څېړنې لپاره دوه پنځوس رضاکاره کسان راټول کړل او په دوامداره توګه یې پرې څېړنې وکړې او رضاکارو کسانو د خپل ماشومتوب کیسې پخپل طرز سره تخلیق او واورولې او د رضاکارو کسانو والدین یې هم په دې راضي کړل چې په چل، چل کې یې غلط یاداښتونه نور هم قوي کړي او په همدې ډول یې په ارواپوهنیزه توګه پخپل هدف کې بریا ترلاسه کړه.

رضاکارو کسانو خپل اضافي او خیالي یاداښتونه حقیقت ګڼل او باور یې پرې کاوه، څېړونکو هم غوښتل چې په ذهنونو کې یې غلط یاداښتونه ور ځای کړي او بله موخه یې د ذکر شوو خیالونو ایستل ول چې یو کال وروسته یې ور پکې بریا ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …