په ټولنیزو رسنیو کې یو داسې تصویر د بحث وړ ګرځېدلی، چې ناوې او زوم د خپل واده په مراسمو کې کوچنی ماشوم په غېږ کې اخلي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پرې ډېرې په زړه پورې څرګندونې کړي دي.
راپورونه وایي دغه زوم او ناوې د پاکستان د حافظ آباد اوسیدونکي دي چې زوم شپږ ویشت کاله عمر لري او ریان رووف شیخ نومېږي او ناوې یې انمول نومېږي چې د ولیمې مراسم یې د مارچ په درویشتمه نیټه ترسره شول.
ویل کېږي کله چې ناوې او زوم د ولیمې مراسمو ته داخل شول نو دوه میاشتنی زوی یې محمد بن ریان په غېږ کې واخیست، که څه هم د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لوري پر تصویر په زړه پورې څرګندونې شوي، خو داسې څرګندونه چا نه ده کړې چې سړی دې یې بده وګڼي.
یہ پاکستان کا شاید پہلا بچہ ہوگا جو اپنے والدین کی ولیمے میں شرکت کررہا ہے،،،،
ارے حوصلہ رکھیں جو آپ سوچ رہیں ہیں ایسی کوئی بات نہیں،،،،
حافظ آباد کے جوڑے نے پچھلے سال نکاح کیا لیکن لاک ڈاؤن کی وجہ سے ولیمہ نہ ہوسکا لہذا اب یہ اپنے نئے مہمان کیساتھ ولیمہ میں شریک ہیں… pic.twitter.com/2KoDmGhBFd— ShEhZaD (@Shehzad_Genius) March 25, 2021
دغه راز یو شخص ددغې جوړې یا زوم او ناوې په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي:(( دا شاید د پاکستان لومړنی ماشوم وي، چې د خپل پلار په ولیمه کې ګډون کوي، حوصله ولرئ څه ډول چې فکر کوئ داسې څه خبره نشته، د حافظ آباد دغې جوړې تېر کال نکاح کړې وه خو د کرنتین په سبب یې ولیمه ونه شوه، چې اوس یې د یو نوي میلمه سره په ولیمه کې ګډون وکړو)).
رووف ریان له بي بي سي په خبرو کې ویلي چې د ولیمې نیټه یې تېر کال د مارچ په څوارلسمه ټاکل شوې وه، خو د کرنتین له اعلان وروسته یې مراسم لغوه کړل.