کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د الزایمر (هېرول) ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو کې په تېزۍ سره ډېرېږي
میرمنې د سړیو په پرتله د هېرولو له ستونزو سره مخ کېږي.

څېړنه: د الزایمر (هېرول) ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو کې په تېزۍ سره ډېرېږي

په سویډن کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې الزایمر (د انساني د حافظې او ذهني وړتیاوو اغېزمنونکې ناروغي) د نارینه په پرتله په ښځینه کې په ډېرې تېزۍ سره زیاتېږي.

د انسان په دماغو کې دوه ډوله پروټین چې د ټایو او بیټا په نوم سره یادېږي او د الزایمر د ناروغانو په دماغو کې وي، په دې کې د ټایو پروټین د ښځو په دماغو کې په تېزۍ سره راټولېږي.

د سویډن د لوند پوهنتون د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې اوس وخت په ټوله نړۍ کې له دیرش میلونه څخه ډېر کسان په الزایمر ناروغۍ اخته دي، چې د ډیمنیشیا (نیسان یا هېرولو) ترټولو عام شکل دی.

لومړنی پروټین چې د الزایمر د ناروغۍ د ډېرېدو سبب کېږي، هغه بیټا ایمولولیډ دي او د ناروغۍ په لومړنۍ مرحله کې نارینه او ښځینه یو ډول اغېزمن کېږي.

او د حافظې خرابوالی یا د نیسان ناروغۍ بیا وروسته رامنځته کېږي، چې دا د ټایو پروټین په سبب رامنځته کېږي. ددې څېړنې لومړنی لیکوال روبن سمت وایي، چې دغه پروټین د نارینه وو په پرتله په ښځو کې په تېزۍ سره زیاتېږي او په پایله کې د الزایمر په سبب د نارینه وو په پرتله په ښځو کې د حافظې ستونزې ډېرې وي.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …