کورپاڼه / روغتيا / د یو ښه او مناسب خوب لپاره آراموونکې طریقه

د یو ښه او مناسب خوب لپاره آراموونکې طریقه

ډېری کسان ددې لپاره چې په ژور خوب وېده شي پخپل ځانګړي انداز سره پر بستره څملي، چې د ځینو طریقه ډېره ښه او د ځینو بیا زیانمنه وي.

په غلط ډول د څملاستلو سره د بدن په مختلفو برخو کې درد پیدا کېږي او نورې ګڼې ستونزې رامنځته کوي، چې ځینې وختونه حتی د زړه د درد او د تنفسي سیستم د خرابۍ لامل هم وګرځي.

د الرجل مجلې د وېده کېدو د یوې ښې طریقې په لټه کې روغتیایي کارپوهان ته مخه کړې او په دې اړه یې ځانګړی راپور برابر کړی. د عصبي ناروغیو متخصصین وایي چې وېده کېدو پر وخت په ښي اړخ وېده شئ او د دواړو پښو او لاسونو ترمنځ لږه فاصله وساتئ.

د وېده کېدلو دغه طریقه آرام ورکوونکې هم ده او له نورو ټولو طریقو څخه غوره هم ګڼل کېږي او په دې ډول به په زړه او سږو فشار هم نه واردېږي.

روسي ډاکتر یوګیني سوکوف خبرداری ورکړی چې پړمخې څملاستل د روغتیا لپاره ښه طریقه نه ده او په ډول د څملاستلو سره د ورمېږ په رګونو او شیریانونو ناوړه اغېزې پرېوځي او دا زیان بیا هغه وخت ډېرېږي چې کله چې وېده کېدونکی شخص یو اړخ ته تاو شوی غوندې وي.

روسي ډاکتر لارښوونه کوي چې ستوني ستغ هم مه څملئ او هغه کسان چې په ډول سره وېده کېږي د ساه په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ کېږي او په پښو او لاسونه کې درد هم رامنځته کوي.

دغه راز د یو ښه او آرام خوب لپاره باید ځینې نور عناصر هم باید په پام کې ونیول شي، د مثال په توګه باید ښه او ګټور خواړه وخورو، ورزش وکړو، موبایل، کمپیوټر یاهم کومه بله ټیکنالوژي له ځانه لېرې وساتو، د خوب ځای مو باید سم وي او له وېده دمخه به هغه خواړه ونه خورو چې ژر نه هضمېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …