کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر فیسبوک مرسته شوې روپۍ پنځه میلیارده ډالرو ته ورسېدې

پر فیسبوک مرسته شوې روپۍ پنځه میلیارده ډالرو ته ورسېدې

مشهورې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک اعلان کړی چې د کورونا د وایروس پر خپرېدو له فیسبوک څخه د ټولې نړۍ خلکو او سازمانونو پنځه میلیارده ډالر مرسته راټوله کړې.

فیسبوک چې د کورونا د ناروغۍ پرمهال یې له ډېرو خلکو سره مرستې وکړې، د خلکو له لورې په جاسوسۍ، جعلي یا غیر سند لرونکو خبرونو او د غلطو معلومات اساس یا بنسټ ګڼل کېږي، خو اوسمهال یې مثبت اړخونه هم راڅرګند شول.

راپورونه وایي چې فیسبوک په منظم ډول سره د خپل مرکزي پلیټ فارم او انستاګرام له لارې په تېرو دولسو میاشتو کې د پنځه میلیاردو ډالرو د مرستې کولو خبر ورکړی.

ویل کېږي چې فیسبوک ددې لپاره چې مختلف سازمانونه وکولی شي چې په آسانۍ سره مرستې راټولې کړي، بېلابېلې وسیلې وړاندې کړې وې، فیسبوک وایي چې دوی د خپل چاپیریال او کاروونکو پر اساس په مرستو او مرسته کوونکو تمرکز کړی او یوازې یې په ۲۰۲۰ کال د کورونا د وایروس په خپرېدو له خلکو سره ۱۷۵ میلونه ډالر مرسته کړې ده.

یاده دې وي چې فیسبوک د ټولنیزو رسنیو له جملې څخه هغه پلیټ فارم دی، چې د نړۍ په سطحه ډېر زیات کاروونکې لري.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …