کورپاڼه / روغتيا / طبیعي آوازونه یا غږونه د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي

طبیعي آوازونه یا غږونه د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي

د امریکایي پوهنتونونو د څېړنې له مخې معلومه شوې چې د طبیعي چاپیریال آوازونه یا غږونه د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي.

د کارلیټن، مشیګن او کولاراډو پوهنتونونو د امریکا د ملي پارک د خدمتونو د ادارې په مرسته ویلي دي، چې طبیعي آوازونه نه یوازې دا چې په غږونو ښه لګېږي بلکې د انسان پر روغتیا هم مثبتې اغېزې پرېباسي.

دغه راز په ګڼو ونو کې په قدم وهلو سره ذهني فشار کمېږي او دماغ ورسره تازه وي.

ساینسپوهانو په دې اړوند شپږ دیرش څېړنېز مقالې او څېړنې بیا وڅېړلې او و یې ویل چې لوی شاعران او ادیبان له طبیعي آوازونو خوند اخلي، خو دوی په روغتونونو او لابراتوارونو کې هم پر خلکو د طبیعي آوازونو څېړنې ترسره کړې.

په یوه څېړنه کې یې ډېرو ناروغو کسان ته د امریکا د ملي پارک ۲۵۱ آوازونه واورول، چې په پایله کې د ناروغانو درد کم، طبیعت ښه، مثبت فکر یې ډېر او د ژور خپګان په کچه کې یې کمښت راغی، چې په دې اوازونو کې د ابشار آواز ترټولو ګټور او الوتونکو آوازونو په ذهني فشار او خپګان کې کمښت راوست.

دې څېړنې ته یې د آوازونه د ککړتیا برعکس هم ویل کېږي، یعنې څه ډول چې د ښار ګڼه، ګوڼه، د کارخانو او ماشینونو اوازونه د انسان طبیعت خرابوي، همدغه ډول د طبیعت نرم آوازونه انسان ته آرام او سکون ورکوي.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …