کورپاڼه / جالب / د جنوبي کوریا یو ځوان د ګیم یا لوبې په کولو په یو څو میاشتو کې دننه میلونر شو

د جنوبي کوریا یو ځوان د ګیم یا لوبې په کولو په یو څو میاشتو کې دننه میلونر شو

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د کورونا د وایروس په سبب د کرنتین یا ګرځبندیز رامنځته کېدل د ګیمونو یا لوبو مینوالو لپاره یو لوی نعمت وګرځید، چې په همدې دوران کې د جنوبي کوریا یو ځوان چې د ګیم یا لوبې لېونی مینوال دی په یو څو میاشتو میلونر شو.

ویل کېږي چې څلرویشت کلن کمین کویو په ورځ کې د ساعته ګیم یا لوبې په کولو شتمن شو او کله چې ګیم یا لوبه کوي نو په ټولنیزه رسنۍ یې په ژوندۍ بڼه کوي، چې په زرګونه مینوال یې ګوري.

راپورونه زیاتوي چې کویو د ګرځبندیز پرمهال د خپلې مور په کور کې یو کوټه د ګیم کولو لپاره ځانګړې ده، چې د خپلو وړتیاوو پرمټ په میاشت کې پنځوس زره ډالر ګټي او کله چې ګیم یا لوبه کوي نو ډېرې په زړه پورې څرګندونې او ټوکې ټکالې هم کوي چې مینوال یې ډېرې خوښوي.

نوموړی د جنوبي کوریا یو له هغه کسانو له جملې څخه ګڼل کېږي چې د ګیم یا لوبې په ذریعه روپۍ ګټي، خو په زړه پورې خبره یې داده چې کویو تر اوسه پورې د ژوند سټایل یا طرز طریقه نه ده بدله کړې، په ساده ډول سره ژوند کوي، لږې خبرې کوي او ټولې روپۍ خپلې مور ته ورکوي.

یاده دې وي چې کیویو نه یوازې دا چې د یوټیوب له لارې د اعلاناتو په بدل کې پیسې ترلاسه کوي، بلکې د خپلو مینوالو له لورې هم ډالۍ او پیسې ترلاسه کوي، دغه راز نوموړی په یوټیوب کې له څلور لکو ډېر مینوال لري.

یاده دې وي چې یوټیوب او ورته نورې ټولنیزې رسنۍ په اعلاناتو پیسې ورکوي، لکه څنګه چې کیویو ډېر مینوال لري نو په همدومره اندازه روپۍ هم ګټي او د نړۍ ډېری ځوانان په همدې ډول د ګیم یا لوبو په کولو له یوټیوب څخه پیسې ترلاسه کوي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …