کورپاڼه / کرکټ / سچن ټنډولکر هم په کورونا وایروس اخته شو

سچن ټنډولکر هم په کورونا وایروس اخته شو

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی کپتان او د نړۍ مشهور لوبغاړی سچن ټنډولکر په کورونا اخته شو.

سچن ټنډولکر نن ورځ په ټولنیزه رسنۍ ټویټر د خپل اکونټ څخه خبر ورکړی او ویلي یې دي: ((ما خپل د کورونا ټیسټ یا معاینه وکړه او نتیجه یې مثبته وه)).

سچن ټنډولکر وایي، چې د کورونا د ناروغۍ ځینې نښې، نښانې لري، خو د کورنۍ د ټولو غړو نتیجې یې منفي وې. نوموړی زیاتوي چې: ((ما خپل ځان په کور کې کرنتین کړ او د ډاکترانو د لارښوونو مطابق مې ټول احتیاطي تدابیر یا تیاریانې هم نېولي)).

سچن ټنډولکر وایي چې له ټولو هغو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو څخه مننه کوم چې زما د څارنې لپاره یې هڅې کړي. نوموړی په آخر کې وایي چې له ټولو مینوالو یې غوښتنه داده چې د خپل ځان خیال وساتي.

 

 

یاده دې وي چې ټنډولکر څو ورځې وړاندې په روډ سېفټي نړیوالو سیالیو کې هم ولوبیدو، چې په پای لوبه یې د سریلانکا لیجنډز لوبډلې ته ماتي هم ورکړه او د هند لیجنډز لوبډله یې بریالۍ کړه

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …