کورپاڼه / هنر او کلتور / سارا علي خان د رخصتۍ ورځ څه ډول تېروي؟

سارا علي خان د رخصتۍ ورځ څه ډول تېروي؟

د بالیووډ د فلمونو ځوانې اداکارې یا هنرمندې سارا علي خان خپلو مینوالو ته د رخصتۍ د ورځې د مصروفیاتو په اړه معلومات ورکړل.

د بالیووډ په فلمي صنعت کې نوې او ځوانې اداکارې یا هنرمندې سارا علي خان د ټولنیزې رسنۍ انستاګرام پخپل تایید شوي اکونټ خپل یو تصویر پورته کړی.

په تصویر کې لېدل کېږي چې سارا علي خان د کتاب په لوستلو بوخته ده، چې ترڅنګ یې د نوموړې د خوښې خوراکي توکي هم ایښودل شوي دي.

سارا علي خان د خپل پوسټ په سرلیک کې لیکلي دي چې: ((نن ورځ رخصت دی نو زه به کتاب ولولم او کتاب لوستل د خوشحاله اوسیدو لپاره یو سبب دی)).

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sara Ali Khan (@saraalikhan95)

باید ووایو چې سارا علي خان په ټولنیزه رسنۍ هر وخت د خپل ورځني ژوند ډېرې شېبې د تصویرونو په ډول له مینوالو سره شریکوي او په دې ډول د مینوالو لخوا هم ډېره ستایل کېږي او مینه ورکوي.

سارا علي خان د بالیووډ په فلمي صنعت کې د خپل کیریر پیل په ۲۰۱۸ کال د (کیدرنات) فلم څخه وکړ، چې په همدې ډول یې د غوره پیل له مخې د (Best Debut Family) او د (Star Debut of the Year) جایزې یې ترلاسه کړې.

یاده دې وي چې سارا علي خان د بالیووډ د مشهورو اداکار سیف علي خان او اداکارې امریت سنګ لور دی، چې فلمي نړۍ ته له ورتګ دمخه یې د خلکو پام ځانته اړولی و.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …